Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

اروپايي ټولنه: لويديځ بالکان دې اصلاحاتو ته دوام ورکړي

0
د اروپايي ټولنې مشرانو له خپلو لويديځ بالکان سيالانو وغوښتل چې په خپلو هېوادونو کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي.


د بلغاریا په پلازمېنه صوفيه کې د اروپايي ټولنې هېوادونو په سرمشريزه کې دغې ۲۸ غړي لرونکې ټولنې ته د بالکان هېوادونو صربستان، بوسنيا، مونټه‌نګرو، کوسوو، مقدونيه او البانيا د نېږدې کېدو په اړه خبرې وشوې، خو په‎دې اړه څه ونه‎ويل شول چې ايا دوی ته به په نېږدې راتلونکي کې د اروپايي ټولنې بشپړ غړيتوب ورکړل شي که نه؟


د برېتانيا صدراعظمې ټرزا مې په صوفيه کې خبريالانو ته وويل:


"زه خوشاله يم چې برېتانيا به په جولای مياشت کې د برلېن پروسې پر مهال د لويديځ بالکان کلنۍ سرمشريزې کوربه وي او موږ به د صوفیه د سرمشريزې د نتايجو په اړه په هغه سرمشريزه کې خبرې وکړو او زه فکر کوم موږ به نن ګورو چې په ټوله اروپا کې څه وړله يو بل سره هماهنګي رامنځته کولای شو چې د لويديځ بالکان ثبات او بريا په برخه شي." 


په ۲۰۰۴ میلادي کال کې اروپايي ټولنې ډېری ختيځو اروپايي هېوادونو ته د غړیتوب وړانديز وکړ.


په ۲۰۰۷ میلادي کال کې بلغاریا او رومانيا او همدا راز په ۲۰۱۳ میلادي کال کې کورشیا د اروپايي ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса