Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د فراه والي په فراه ښار کې وضعیت ارام دی

0
د فراه ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې وضعیت اوسمهال ارام دی.


د فراه والي عبدالبصير سالنګي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه داسې وويل:


"د دولتي ځواکونو تر منځ يو سوئتفاهم رامنځته شوی وو چې دوربينو يې ربط سره لاره او یو بل يې ليدلي او د مخالف فکر یې کړی دی، فايرونه شوي، د شپې له پيل راهيسي تر اوسه تلاشۍ روانې دي، تر اوسه هېڅ شی نه دی موندل شوی چې ګواکي طالب دې دلته وي، يوازي زموږ د واحدونو تر منځ د تېروتنې ډزې شوي."


تېره شپه په فراه ولايت کې د نښتو راپورونه راغلي وو.


دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ وسله‎والو طالبانو پر فراه ښار ډله‎ییزې حملې وکړې او ان د لنډ مهالي لپاره‌یې د فراه د مرکز ځینې سیمې هم ونیولې.


افغان چارواکو تېره ورځ وویل چې په جګړه کې وسله‎وسله والو طالبانو ته د درنو تلفاتو له اوښتو وروسته دوی په شا تمبول شوي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса