Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د پاکستان په نوشیره ښار کې ځانمرګي برید یو سرتېری وژلی

0
د پاکستان په نوشیره ښار کې نن د ملېشه ځواکونو پر موټر په يوه ځانمرګي بريد کې یو سرتېری وژل شوی او ګڼ نور ټپيان شوي دي.


د پولیسو یوه افسر مشال خان د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل چې بريدګر د ملېشه ځواکونو موټر هدف وګرځاوه.


په حمله کې د ملېشه ځواکونو د غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپيان شوي.


د پېښې ځای ته د ژغورنې ډلې رسېدلي.


بل‌خوا پاکستانۍ رسنۍ د ځايي پوليس چارواکو له خولې وايي چې ژوبل کسان پوځي روغتون ته وړل شوي چې په‌کې د درېیو حالت ښه نه‌دی.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسئولیت نه‌دی منلی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса