Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د جرمني صدراعظمه به سوچي کې د روسيې له ولسمشر سره وګوري

0
ټاکل شوې د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل نن جمعه د تور سمندرګي په ساحلي ښار سوچي کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري.


اټکل کېږي د دوى خبرې به د اوکراين پر شخړې، د ايران له اټمي تړونه د امريکا د وتلو په وړاندې د اروپا پر ځوابي اقداماتو او د هغې نل‎ليکې پر جوړولو متمرکزې وي چې له روسيې څخه ګاز جرمني ته لېږدوي.


جرمني له هغو مخکښو هېوادونو څخه و چې په ٢٠١٤میلادي کال کې د روسيې له‎خوا د اوکراين د کريميا سيمې تر لاندې کولو وروسته يې پر روسيې د اروپايي ټولنې د بنديزونو غوښتنه کړې وه.


جرمني دغه راز د اوکراين په ختيځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وکړ، له‎دې سره هغه جګړه پيل شوه چې تر اوسه يې په نتيجه کې تر لسو زرو او ٣٠٠ زيات کسان وژل شوي دي.


 مېرمن مرکل په وروستيو کلونو کې د روسيې په وړاندې د سخت دريځ له خپلولو سره- سره د «نورد سټريم-٢» په نوم د هغې نل‎ليکې د پروژې دفاع کړې چې د روسيې طبيعي ګاز د اوکراين له طريقه جرمني ته لېږدوي.


 هغې ټينګار کړى چې جرمني د ګازو د نل‎ليکو خونديتوب ته سخته اړتيا لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса