Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

چارواکي فراه ښار ته د وسله والو د ننوتلو مخنيوي ته قوي کمربند جوړوي

0
د فراه امنيتي چارواکي وايي، فراه ښار ته د وسله‎والو د ننوتلو د مخنيوي لپاره قوي امنيتي کمربند جوړېږي.


طالبانو د تېرې سې شنبې په شپه پر فراه ښار حمله وکړه او د دغې حملې په نتیجه کې یې وکړای شول د څو ساعتونو لپاره د ښار ځینې امنیتي پوستې ونیسي.


د فراه د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال ګدا محمد دوست نن جمعه په فراه کې يوه کنفرانس ته وويل:


"دا وار هڅه کوو، داسې کمربند جوړ کړوچې هېڅوک ونه کړاى شي ښار ته داخل شي. له تېرو تجربو مو زده‎کړې ده. له نورو امنيتي ارګانونو سره مو هڅه دا ده چې بايد يو قوي کمربند جوړ کړو او دښمن ته کومه خلا پرې نه‎ږدو."


بل‎خوا د فراه والي وايي، د فراه ښار ټولې هغه سيمې به تصفيه شي چې وسله‎والو طالبانو په‎کې نفوذ کړى و.


بصير سالنګي نن جمعه ازادي راډيو ته وويل، په هغو سيمو کې چې د وسله‎والو لاس ته ورغلې وې، امنيتي ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي.


تردې مخکې د فراه د ولايتي شورا ځينو غړو انتقاد کړى و چې د ښار په څنډو کې لا هم وسله‎وال شته او د دوى په وړاندې پوځي عمليات ورو مخ ته ځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса