Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د عراق په پارلماني ټاکنو کې اکثریت څوکۍ د مقتدی الصدر ائتلاف ګټلي

0
په عراق کې د انتخاباتو کمېسیون د وروستیو خپرو شویو پایلو له مخې، د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ د شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر ائتلاف ګټلي دي. 


د مې د ۱۲ مې عمومي انتخاباتو رسمي پایلې چې یوه اوونۍ وروسته یعنې نن شنبه خپرې شوې چې له مخې یې د صدراعظم حیدرالعبادي بلاک په درېیم کتار کې راغلی دی. 


د هغو کاندیدانو ائتلاف چې د ایران پلوه ملېشو سره اړیکې لري، دوهم مقام خپل کړی دی. 

 د حکومت پر جوړېدو خبرې به ښایي څو میاشتې دوام وکړي.


مقتدی الصدر نن د نتایجو تر اعلان وروسته په یوې اعلامیې کې وویل:


"ستاسو رأیې زموږ ویاړ دی." 

 

 صدر چې د امریکا ضد شخص دی، یو وخت د مهدي لښکر مشر و چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د امریکایي ځواکونو پر ضد جنګېدل. 


دغه ملېشه ډله په ۲۰۰۸ میلادي کال کې منحل شوه او د سولې په هغې ډلې بدله شوه چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې یې بغداد ته په نېږدې پرتو سیمو کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د عراق له حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса