Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

چارواکي: په کندز کې د اقتپې بازار له طالبانو ونیول شو

0
د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي د افغان ګډو ځواکونو له خوا د قلعه زال ولسوالۍ د آقتپې بازار د بېرته نیول کېدو خبر ورکوي.


د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د آقتپې بازار د افغان ګډو ځواکونو له خوا د طوفان اته په نوم تصفیوي عملیاتو کې چې تېره ورځ پیل شوي او تراوسه دوام لري، ونیول شو.


ښاغلي تیموري وسله والو مخالفینو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اړولو خبره کړې خو په دې اړه یې دقیق ارقام نه دي ښودلي.


له سیمې د ازادي راډیوخبریال وایي، څلور ورځې وړاندې د قلعه ‌‌زال ولسوالۍ د آقتپې بازار د دوهم ځل لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی و.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса