Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د کندهار په ښورابک کې ۷پاکستاني وسله وال وژل شوي

0
چارواکي وايي، د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو په حمله کې ۷ وسله وال وژل شوي چې ټول پاکستاني اتباع دي.


د کندهار د والي ویاند داود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر وسله والو تېره شپه د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه وکړه چې د پولیسو په متقابلو ډزو کې ۷ وسله وال ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.


د احمدي په وینا وژل شوي وسله وال ټول پاکستاني اتباع دي چې د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د هغوی جسدونه پاکستاني لوري ته سپارل شوي.


چارواکي وايي چې په دغه جګړه کې افغان سرحدي پولیسو ته تلفات نه دي رسېدلي.


تر اوسه د ښورابک ولسوالۍ د جګړې په اړه هېڅ يوې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса