Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

مايک پامپيو نن د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلانوي

0
په پام کې ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو نن دوشنبه د ايران په وړاندې د امريکا نوې ستراتېژي اعلان کړي.


وروسته له هغې چې تېره مياشت دى د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو، دا به‌يې لومړۍ لويه وينا وي.


پامپيو به په خپله وينا کې له ايران سره پر نوي اټمي تړون د سلا کېدو لپاره، د ډيپلوماتيکې لارې نقشه په ډاګه کړي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکو تېره اوونۍ وويل، دغه نوې تګلاره به د ايران د ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره يو چوکاټ رامنځته کړي.


د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا وينا په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه اوونۍ مخکې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړونه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او پر تهران‌يې بيا اقتصادي بنديزونه ولګول.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل چې پامپيو د دې وينا په درشل کې د جرمني، فرانسې او بريتانيا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره ځينې سلا مشورې کړې دي.


د امريکا تر څنګ، چين، روسيه، جرمني، فرانسه او بريتانیا هم د دغه اټمي تړون له لاسليکوونکو څخه دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса