Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د فوټبال افغان ملي لوبډله له ۲ هېوادونو مخکې شوې

0
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال فدراسیون يا فیفا په نوې درجه بندۍ کې له ۲ هېوادونو مخکې شوې.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټبال ملي لوبډله د ۱۹۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره توانېدلې چې له ۱۴۲م مقامه ۱۴۰م مقام ته ورسېږي.


افغانستان په روان کال کې تر دې مهاله توانېدلې په نړیواله درجه بندۍ کې د نړۍ ۱۳ هېوادونه شاته پرېږدي.


افغان فوټبال ملي ټیم د اسیا په کچه هم يوه درجه پرمختګ کړی چې له ۲۹م مقامه ۲۸م ته پورته شوی.


د فوټبال د نړۍ د ۲۰۶ هېوادونو په ډله کې جرمني د ۱۵۴۴ امتیازونو په لرلو سره لومړی، برازیل د ۱۳۸۴ امتیازونو سره دوهم او بلجیم بیا د ۱۳۴۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د فیفا په نوې درجه بندۍ کې درېیم ځای خپل کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса