Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې موسمي سېلابونو زیانونه اړولي

0
د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې موسمي سېلابونو څه باندې ۱۰۰۰ د استوګنې کورونه وران کړي دي.


د کندز د ولایتي شورا رئیس وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ په ګنبد، مجر، ناصریو، مهمندو، زردکمر، کنجک، جوی بېګم، قطر بلاق، بیشکپه او په یو شمېر نورو سیمو کې د موسمي سېلابونو راوتلو له کبله، څه باندې زر د استوګنې کورونه او څه باندې څلور زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او خلک‌یې سخت متضرر کړي دي.


بل‌خوا په کندز کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مشر میراقا اعتبار وايي چې دوی لومړنۍ بشري مرستي متضررو خلکو ته رسولي او ډېر ژر به د زیانمنو کورنیو ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي.


د امام صاحب د ولسوالۍ د خلکو په وینا، هر کال په دغې ولسوالۍ کې د امو سیند د اوبو د زیاتېدو له کبله خلک متضرر کېږي، خو بیا خلکو ته د وروستیو موسمي سېلابونو زیانونه بې‌مخینې یادوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса