Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

چارواکي: د غزني له ده یک او جغتو ولسواليو نه طالبان په شا شوي

0
د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ده یک او جغتو ولسوالیو څخه‌یې وسله‌وال طالبان په شا کړي دي.


د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‌الله منصوري د سې شنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې په یادو ولسواليو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا هوايي او ځمکني عملیات پیل شوي‎.


نوموړی وايي، د یادو عملیاتو پر مهال تر دا مهال لسګونه وسله‌والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې د کره شمېر په اړه‌یې معلومات نه‌لري.


وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنو ته څه نه‌دي ویلي.


د غزني د ولایتي شورا په وینا پر یادو ولسوالیو تېره شپه وسله‌والو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهال د جغتو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون یو شمېر سرتېري وژل شوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса