Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن له امریکايي چارواکو سره ګوري

0
د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس نن په امريکا کې له عالي رتبه امريکايي چارواکو سره پر ځينو مسايلو خبرې کوي.


اټکل کېږي چې د دوى بحثونه به د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١۵مېلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پر عواقبو متمرکزې وي.


ماس به په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو او د سپينې ماڼۍ له امنيتي سلاکار جان بولټُن سره وګوري.


دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې امريکا دوې ورځې مخکې وويل چې پر ايران به په تاريخ کې تر ټولو شديد بنديزونه ولګوي.


د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې پر دغه اټمي تړون يې له اوږدې مودې راهيسې انتقادونه کول، ويلي چې تهران د باليستيک توغنديو په ازمويلو او په سيمه کې د افراطي فعاليتونو په ملاتړ د دغه تړون له موادو سرغړونه کوي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса