Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

په ارزګان کې له ۱۵۱ کسانو سره نقدي مرسته وشوه

0
د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو د یو شمېر هغه کورنیو له غړو سره نن چهارشنبه دولت نقدي مرسته وکړه کوم چې په ورانه جګړه کې ځاني او مالي زیانونه وررسېدلي و.


د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان د یادې مرستې د وېش پر مهال ازدي راډيو ته وویل چې د دغه ۱۵۱ کسانو له جملې د ۵۱ هغه کسانو سره چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي و یو، یو لک افغانۍ مرسته کړې او پاتې ۱۰۰ کسانو سره چې د خپل بدن غړي یې له لاسه ورکړي و ۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې.


ښاغلي پټان زیاته کړه چې دا پیسې د پېښو قربانیانو او ټپیانو ته د اکرامیې په ډول ورکول کېږي، خو وروسته معلولینو او شهیدانو ته کارتونه جوړېږي چې بیا هر معلول او د شهید کورنۍ ته په کال کې ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.


په ورته وخت کې هغه کسان هم خوښ دي کوم چې مرسته ورسره وشوه، خو له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې نور دې روانه جګړه پای ته ورسوي او تر خپلو منځو دې سوله وکړي.


ارزګان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د تېرو دوو کلونو راپدېخوا په‌کې جګړې پراخې شوي چې زیاته برخه قربانیان‌یې ملکي وګړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса