Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

غزني: د انتخاباتو د نوم‎لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي

0
په غزني ښار کې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې مرکز ته څېرمه چاودنې ۲ تنه ټپيان کړي دي.


د چارواکو په وينا د یاد مرکز یو ساتونکی او یوه ښځینه کارکوونکې ټپيان دي.


د امنیه قوماندانۍ ویاند روح‎الله منصوري نن پنجشنبه ازادي راډ‌يو ته وویل چې چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ بجې د غزني له لومړۍ امنیتي حوزې سره اړوندې په مغلان کلي کې وشوه.


د ده په وینا د مغلان د هغې ښځینه لېسې څنګ ته په یوه کور کې ځای پر ځای شوی ماين چاودلی چې په‎کې د نوم‎لیکنې مرکز و.


ښاغلي منصوري زیاته کړه، دا لا تر اوسه نه‎ده معلومه چې دغه ماین چا ځای پر ځای کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса