Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د سوریې پر پوځي تاسیساتو بریدونو کې۱۲وسله وال وژل شوي

0
د سوریې پر پوځي تاسیساتو د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي دي.


د سوریې چارواکو ویلي، په بمباریو کې هغه پوځې اډې چې د ایران د سپاه پاسداران له خوا اداره کېدې هدف ګرځول شوي، خو په وینا یې ایراني او یا د حزب الله ملېشو ته په کې زیان نه دی رسېدلی.


د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډله وايي چې سوریايي ځواکونه هم په وژل شویو کې نه دي شامل، خو دې ادارې وژل شوي کسان د حکومت پلوي ملېشې بللې چې ممکن د عراق شیعه ملېشې و اوسي.


د سوریې دولتي خبري اژانس ویلي د سوریې د دښتې او عراق د سرحد ترمنځ سیمه کې څو پوستې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي دي.


خو د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګرمن کاني فالکنر په دې اړه ورکړل شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، د دوی په مشرۍ ایتلاف د سوریې په ختیځ کې کوم برید نه دی کړی.


تر اوسه روښانه نه ده چې دا حملې د چا له خوا شوې دي.


تر دې مخکې اسرایلو وخت په وخت د سوریې پر هغو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي چې د ایران سپاه پاسداران او یا د حزب الله ملېشو کارولې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса