Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

په هرات کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

0
په هرات ولایت کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول.


د هرات ولایت د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیک نام رسنیو ته وویل چې د هرات د هوايي ډګر پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې غوښتل یې تر یوه کېلو زیات نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي.


نوموړي زیاته کړه:


"دې قاچاق کوونکو هر یوه د هیرویینو ۵۰ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او د دې قاچاق په بدل کې درې زره امریکايي ډالر ورکړل شوي و."


په یوه بله پېښه کې یو تن د پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيول شوی چې غوښتل یې ۶ کېلو ګرامه تاریاک د هرات ښار ته انتقال کړي، دی عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوی دی.


د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو اوونیو کې د نشه يي موادو قاچاق زیات شوی او د قاچاق کوونکو د نیولو کچه هم ورسره لوړه شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса