Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

موحد: په ثور میاشت کې۷۳ د مخدره موادو قاچاق کوونکی نیول شوي

0
افغان ګډو ځواکواکونو د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د نشه يي موادو تر ۷۰ ډېر قاچاق کوونکي نیولي دي.


له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۳۰ ورځو کې د ۶۶ پېښو په نتيجه کې د بېلا بېلو ولایتونو ۷۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي.


له دې کسانو سره تر ۱۱۱کېلو ګرامو زیات هیرويين، ۲۷ کېلو ګرامه مورفین، ۴۱۰ کېلو ګرامه تاریاک، ۳۶۱۱ کېلو ګرامه چرس، تر ۱۱ کېلو ګرامو زیاته شیشه یا کرسټال، ۵۰۴ لېټره تېزاب او ۵۷۴ ټابلېټ «K» ګولۍ نیول شوي دي.


نوموړي زیاته کړه:


"د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو د دوو ښځو په ګډون ۸۰ کسان مجازات کړي او د نشه يي موادو د قاچاقو په تور یې له یوه څخه تر ۱۵ کالو بند باندې محکوم کړي دي، دغه ډول د ثور په میاشت کې د نشه يي موادو د ۱۷ جرمي پېښو په اړه حکمونه صادر شوي دي."



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса