Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

ارزګان چارواکي: ګېزاب ولسوالۍ کې ۲ پولیس او ۴ طالبان وژل شوي

0
د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ سیمه‎يیز امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې سلګونه وسله‎والو طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو ډله‎يیز بریدونه وکړل چې تر سهاره يې دوام وکړ.


د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اغا لالي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه څو ساعته نښته کې دوه پولیس وژل شوي، څلور ټپیان همدا راز څلور طالبان مړه او یو شمېر نور يې ټپیان شوي چې د وژل شوېو طالبانو مړي اوس هم له دوی سره پاتې دي.


قوماندان اغا لالي د ولسوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه لري او وايي چې وسلو او مهماتو له سخت کمي سره مخ دي او که په‎دې برخه کې مرسته ورسره و نه‎شي نو ډېری سیمې به‎يې له لاسه وځي.


باید وویل شي چې وړمه شپه هم وسله‎والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې پر کمربندي پوستو طالبانو ورته بریدونه کړي وو چې پر مهال يې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса