Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

ناصرالملک د پاکستان د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی

0
د پاکستان پخوانی قاضي القضات ناصرالملک د راتلونکو پارلماني انتخاباتو تر ترسره کېدو د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی دی.


ټاکل شوې چې دغه انتخابات د جولای په ۲۵ ترسره شي.


د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند او اپوزسیون نن دوشنبه اعلان وکړ چې ملک به ترانتخاباتو پورې د نوي صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.


ټاکل شوې ۶۷ کلن ملک د جون په لومړۍ یوه ورځ وروسته له هغې چې اوسنی پارلمان لغوه کېږي او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي دنده پای ته رسېږي، لوړه وکړي.


هغه د ۲۰۱۴ نه تر۲۰۱۵ کاله پورې د پاکستان د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې او له هغې مخکې د خیبرپښتونخوا د ایالت ستر قاضي و.


دا د پاکستان په اویا کلن تاریخ کې درېیم ځل دی چې پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.


له دې مخکې اکثره پارلمانونه د سیاسي شخړو له امله د پوځ له خوا ړنګ شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса