Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

کوهي: د ۴۸ فدراسیونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي

0
د افغانستان د بدنې روزنې ریاست وايي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د بېلا بېلو ورزشي فدراسیونو انتخابات پای ته ورسېږي.


د دغه ریاست د فدراسیونو امر محمد اعظم کوهي نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې مهال د ۴۸ فدراسیونو د مشرتابه ټاکلو انتخابات ترسره شوي او په په راتلونکو څو ورځو کې به د پاتې دریو نورو فدراسیونو انتخابات هم ترسره شي.


ښاغلی کوهي وايي، د فدراسیونو د انتخاباتو سره به په دې برخه کې شته ستونزې او انارشۍ پای ته ورسېږي.


د نوموړي په خبره د افغانستان د بدنې روزنې ریاست هڅه کوي څو په ورزشي فدراسیونو کې لازم اصلاحات راشي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса