Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

سلګونه کورني بې‌ځایه شویو کسانو د هرات-چشت ولسوالۍ لاره وتړله

0
سلګونه کورني بې‌ځایه شویو کسانو نن د هرات او چشت ولسوالۍ لويه لاره د ټرافيکو پر مخ وتړله.


دغه اعتراض کوونکي وايي، له جدي ستونزو سره مخامخ دي او حکومت‌يې تورن کړ چې د دوی وضعیت ته پام نه‌کوي.


دوی له هغو زرګونه کورنیو څخه دي چې په دې وروستيو کې يې له بادغيس، غور او فارياب ولایتونو څخه د دوی په وينا، د وچکالۍ له کبله هرات ولایت ته پناه وړې ده.


دوی وایي:


"نوره لاره نه‌لرو، ډوډۍ نه‌لرو، وږي یوو، نو اړ یوو چې لاره بنده کړو، اولادونه مو هره ورځ ناروغه کېږي، نه کلينيک لرو، نه ډاکتر."


په همدې حال کې د هرات ولايت مسئولين وايي، د دغو بې‌ځايه شويو له نيمايي کورنیو سره مرستې شوي او په هرات ولايت کې د بې‌ځايه شويو کورنيو د سروې د بشپړېدو لپاره هڅې روانې دي.


له بلې خوا د راپورنو له مخې، زرګونه کورنۍ په غزني ولايت کې هم د نا امنیو له لاسه له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او له جدي ستونزو سره مخامخ دي.


له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې ويلي چې په ټولو ولايتونو کې د بې‌ځايه شویو کورنیو سروې دوام لري او له دغو کورنیو سره د مرستې کولو پروسه هم پيل شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса