Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2018

د کندهار په شاه ولي‌کوټ کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

0
په کندهار کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.


د کندهار د ملي امنیت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي چې ياد وسله‌وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې تېره شپه د شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ د کجور په سيمه کې وژل شوي دي.


سرچينه وایي، په دغو عملياتو کي ۸ شکمن کسان هم نيول شوي چې اوس ورڅخه پلټنې روانې دي.


په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو د زيان يادونه نه‌ده شوې، خو د وسله‌والو طالبانو د نقليه وسايطو، وسلو او هستوګن‌ځايونو د تخريب ادعا شوې ده.


د دولت وسله‌والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса