Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2018

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

0
په لورلایي کې د کوچني اختر په ورځ د پښتون ژغورنې غورڅنګ غړیو د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پي ټي اېم له ۳۷ نیول شویو کسانو سره د پیوستون او پر هغوی د ترهګرۍ مقدمه درجولو پرضد انساني زنځیر جوړ کړی وو.د لورلايي له مرکزي عیدګاه څخه دغه انساني زنځیر په سپلايي چوک کې په احتجاجي غونډه بدل شو. دې غونډې ته ایډوکېټ صادیق خان په خپل وینا کې وویل چې د بیان ازادي حق د پاکستان ایین ورګړی دی. نوموړي په خپله وینا کې د بندیانو خوشېکېدوغوښتنه وکړه.د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تر هغه کېدونکې احتجاج مخکې ونیول شول چې په واڼه کې د راپورونو له مخې د پي ټي اېم د سر سر یوه مهم رهبر علي وزیر پر کور د امن کمېټۍ وسله والو چې (یاد غورځنګ یې سرکاري طالبان بولي) د ممکنه یرغل پرضد یې کاوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса