Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په کونړ کې د یوه کاندید پر مېلمستون حمله شوې ۳ کسان وژل شوي

0
په کونړ کې د ولسي جرګې د انتخاباتو یو کاندید وایي چې تېره شپه یې په نرنګ ولسوالۍ کې پر مېلمستون حمله وشوه او درې خپلوان یې په ډزو ووژل شول.


قاري عطاالله صافي نن ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي یې نېژدې خپلوان وو چې په انتخاباتي کمپاین کې یې ورسره همکاري کوله.


د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دغه پېښه تأیید کړه، خو ویې ویل تر اوسه نه ده معلومه چې دغه حمله چا کړې ده.


له کونړه د درې مېرمنو په ګډون ۳۱ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса