Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 13.10.2018

مؤحد: ۳۰ کسان د نشه‌يي موادو د قاچاق په ۱۹پېښو کې نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي ۳۰ کسان د بېلابېلو امنیتي ادارو له‌خوا له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا دېرش کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۹ پېښو کې نیول شوي، له دوی سره ۴۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۴۷۶ کیلو ګرامه تریاک، څلور کیلو ګرامه چرس، ۱۲۱۴ټابلېټ (K) ګولۍ او څه اندازه نقدي پیسې هم نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په نيول شوېو کسانو کې لسو یې غوښتل چې په خپلو خېټو... Читать дальше...

تېره اوونۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۷۰ عملیاتونه کړي

Pa.azadiradio.com 

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو اویا عملیات وکړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لسو ولایتونو کې د څو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشه‎يي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي. ښاغلي یادګاري زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې اویا عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۷۵۳ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد ونیول او په‎دې تور یې ۸۷ کسان هم ونیول."

د ننګرهار پولیسو تر ۶۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولايت پولیسو تر شپږ سوه کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو یو تن د تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې ونيو چې غوښتل یې ۳۳ کیلو ګرامه چرس سرخ رود ولسوالۍ ته د موټر په وسيله قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې یو بل تن چې غوښتل یې ۳۳۵ کیلو ګرامه چرس په یوه لارۍ کې له مومند درې ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي، د پولیسو له‎خوا ونیول شو. د یادونې وړ ده چې تورن کسان تر لومړنیو څېړنو... Читать дальше...

په هرات کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښته پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوه. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‎زاده رسنیو ته وویل، د نشه‎يي موادو د کښتونو اړولو په لړ کې د انجیل ولسوالۍ پولیسو دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه کړه. د یادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې د بنګو اړولو لړۍ پیل شوې او تر دې مهاله یې څو جریبه ځمکې د بنګو له کښته پاکې شوي دي.

د غزني ځيني زده کوونکي: امنیتي سرتېري دې زموږ له ښوونځيو ووځي

Pa.azadiradio.com 

د شنبې په ورځ په غزني کې د پوهنې ریاست مخ ته یو شمېر زده کوونکي د مظاهرې په شکل راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې امنیتي سرتېري دې د دوی له ښوونځیو ووځي چې دوی په کې بېرته درسونه پیل کړي. دوی ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څلورو میاشتو یې په ښوونځيو کې امینتي سرتېري مېشت او د دوی په مخ یې ښوونځي تړلي دي. دوی د دغه ولایت د پوهنې له ریاسته غواړي چې د دوی ښوونځي بېرته د دوی په واک کې ورکړي، ترڅو خپلې زدکړې په کې پیل کړي. د دغو زده کوونکو د کورنیو غړو او د سیمې قومي مخورو هم په دغه مظاهره کې برخه... Читать дальше...

تخار: چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ ژوبل دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

چارواکي: د جوزجان په قرقین کې د وسله والو مخالفینو محاصره ماته شوې

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان چارواکي وایي، د قرقین ولسوالۍ مرکز ته د کومانډو ځواکونو په ور رسېدو سره دغه سیمه د وسله والو مخالفینو له محاصرې را ووته. د جوزجان والي لطف الله عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د قرقین پر مرکز تهاجمي بریدونه شوي او امنیتي ځواکونه هلته په محاصرې کې وو. ښاغلی عزیزي د وسله والو مخالفینو هڅه د انتخاباتو د بهیر ستونزمن کول وو. نوموړي وویل: "هو محاصره ماته شوې ده، له نېکه مرغه زموږ د ځواکونو د مقاومت له کبله، د دښمن شااوخوا څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله... Читать дальше...



پاکستان ګلالۍ اسماعیل تر نهه ساعته توقیفه وروسته خوشې کړه

Pa.azadiradio.com 

پاکستان په دغه هېواد کې د ښځو چارو او د پښتنو د حقونو یوه مخکښه فعاله تر نهه ساعته توقیف وروسته خوشې کړه. ګلالۍ اسماعیل د اکتوبر په ۱۲مه له بریتانیا څخه اسلام اباد ته له رسېدو سره سم ونیول شوه. دې اقدام په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه را وپارول او امنسټي انټرنشنل یا د بښني نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه د مېرمن اسماعیل د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. فعالان وایي، د پاکستان فدرال تحقیقاتي ادارې دغه مېرمن خوشې کړه، خو د سفر اسناد یې ترې ګرځولي دي. ګلالۍ اسماعیل... Читать дальше...

خوستي مدني فعالان: هېچا ته د ټاکنیزو سایټونو د تړلو اجازه نه ورکوو

Mashaalradio.com 

د شنبې په ورځ د خوست یو شمېر مدني فعالانو او قومي مشرانو د یوې خبرې ناستې پر مهال د امنیتي ګواښونو له کبله د یاد ولایت په اتو ولسوالیو کې د رای اچونې د ۲۷ مرکزونو د تړل کیدو پرېکړه ناسمه وبلله.

کابل کې د ورځپاڼې په شان د رايې پرچۍ

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پارليماني ټاکنو لپاره تياريانې رواني دي. د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره شاوخوا ۲۵۰۰ کانديدانو ترمنځ مقابله ده. نور د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

په سوات کې د ضمني ټاکنو تیارۍ

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د دوو حلقو لپاره د ضمني ټاکنو تيارۍ مکملې شوې دي.په دغه ټاکنو کې به تر دوو لکو زيات خلک رایې اچوي. په دې اړه د نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.

نن د فوټبال دوه افغان لوبډلې سپين غر بازان او موج های امو سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې نن شنبه سپين غر بازان او موج های امو لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي. د دغو لوبو په لړ کې تېره ورځ د طوفان هریرود ۳ – ۰ په مقابل کې د میوند اتلانو ټيم ته ماته ورکړه.  د دغې لوبې په پای کې روف قادري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ تېره اوونۍ په کابل کې پیل شوې.

عوامي نشنل ګوند د ګراني خلاف مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

عوامي نشنل ګوند د اکتوبر پر ۱۲مه د ګراني خلاف په پېښور کې احتجاجي مظاهره کړې ده. دوي غوښتنه کړې چې د بجلۍ او ګېس په نرخونو کې د زیاتوالي فیصلې دې بیرته واخیستل شي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса