Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 21.10.2018

اشرف غني: انتخاباتو وښوده چې خلک تاوتریخوالی نه غواړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پارلېماني انتخاباتو د بهیر په بشپړېدو ولس ته مبارکي ویلې ده. له ارګه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي، له افغان اولس څخه مننه چې خپلې رایې یې وکارولې او نړۍ ته یې وښودله چې دوی تاوتريخوالی نه غواړي.

اشرف غنی: په انتخاباتو کې د افغانانو ګډون تاریخي بریا ده

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر په یوې ټلوېزیوني وینا کې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د افغانانو د "پراخ" ګډون هرکلی وکړ او دغه بهیر یې په ولسواکۍ کې د افغانانو د ارادې د تمثیل نښه وبلله. د ولسمشر وینا په دغه وېدیو کې ووینئ.

دلبر نظري: په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه. دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل: "واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ و، په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رايو د صندوقونو پر لوري لاړې." د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ مليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.

چارواکي: په غور کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غور ولايت چارواکي وايي، په دولينه ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي حمله کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د والي وياند عبدالحى خطيبي نن ازادي راډيو ته وويل نن ماسپښين پر دغو وسله والو طالبانو وروسته له هغې حمله وشوه چې غوښتل يې څو محلونو ته د انتخاباتي موادو د لېږد مخه ونيسي. دغه مواد د ټاکنو هغو محلونو ته لېږل کېده چې پرون تړلي وو او په پام کې وه نن پرانيستل شي. وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

نن د کرکټ د غوره ليګ يا «APL» پايلوبه يا فاينل مسابقه ده

Pa.azadiradio.com 

نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ د غوره ليګ يا (APL) پايلوبه يا فاينل مسابقه ده. دغه مسابقه نن د کابل پر وخت دشپې اته نيمې بجې د بلخ ليجنډز او د کابل ځوانانو د ټيمونو ترمنځ کېږي. د کابل ځوانانو لوبډلې کټپان راشد خان ازادي راډيو ته وويل، دغه ليګ ګڼو ځوانانو ته د روزنې زمينه برابره کړه. دغه ٢٣ مسابقې ١٦ ورځې مخکې د ٥ ټيمونو ترمنځ پيل شوې چې د نړۍ مهمو لوبغاړي هم په کې برخه لري. په لومړۍ نيمه پايلوبه کې بلخ ننګرهار او په دويمه نيمه پايلوبه کې کابل د پکتيا ټيم ته ماتې ورکړه.

په ټایوان کې د رېلګاډي نسکورېدو ۱۷ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، د ټايوان په ختيځ کې لږ تر لږه ١٧ کسان هغه وخت مړه شول چې يو مسافروړونکى رېلګاډى نسکور شو. د ټايوان د رېلګاډو اداره وايي، په نننۍ پېښه کې چې په شمال ختيځ يلان کې شوې، ١٦٠ تنه نور ټپيان شوي دي. په دغه چټک رېلګاډي کې ٣٦٦ کسان سپاره وو چې له پټلۍ واوښت. تر اوسه معلومه نه ده چې د پېښې اصلي علت څه دى.



په نايجريا کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د نايجريا په شمال کې د فرقوي اخ و ډوب په نتيجه کې ٥٥ کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه پېښې په تېرو څو ورځو کې په کادونا ايالت کې شوي دي. د ايالت د پوليسو يوه چارواکي احمد عبدالرحمن نن وويل چې په کاسوان مګاني سيمه کې د اخ و ډب پر مهال ٢٢ کسان نيول شوي هم دي. چارواکو په ښارګوټي کې د څو ساعتونو لپاره ګرځ-بنديز اعلان کړى دى. محلي رسنۍ وايي دغه اخ و ډب تېره پنجشنبه په يوه مارکېټ کې د دوو مخالفو مذهبي ډلو ترمنځ پيل شو. ولسمشر محمد بخاري وويل، هېڅ کلتور او مذهب د ژوند د تقدس بې احترامي نه کوي. Читать дальше...

راشد او اپرېدی د افغانستان د غوره لیګ په اړه خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ د لوبو وروستۍ ورځ ده. موږ له وروستۍ لوبې مخکې د کابل ځوانان له کپټان راشدخان او د پکتیا پنترز له نامتو لوبغاړي شاهد اپریدي سره خبرې کړي. دواړه ستوري د لیګ ستاینه کوي خو په عین حال کې وايي، په سټډیوم کې د نندارچیانو کم شمیر دوی ته د خواشینۍ خبره وه.

انتخابات د ځوانانو له انده!

Pa.azadiradio.com 

انتخابات د ځوانانو له انده، د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه بحث، میلمانه د ټاکنیزو چارو کارپوه ...

په کوټه کې د ښځو سینې سرطان پر موضوع غونډه شوې

Mashaalradio.com 

د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د سینې سرطان د مخنیوي او اګهۍ لپاره غوره شوې. په دې لړ کې په د اکتوبر پر ۲۱مه په کوټه کې یوه غونډه وشوه چې پکې روغتیاپالانو د ښځو د سینې سرطان په اړه معلومات ورکړل. ویډیويي رپورټ وګورئ.

د تورخم او خرلڅۍ لارې بیا پرانېستل شوې

Mashaalradio.com 

پاکستاني چارواکو د اکتوبر پر ۲۱مه وویل چې د افغانستان سره یې د تورخم او خرلڅو لارې یو وار بیا د مساپرو د تګ راتګ او د سامانونو د لېږدولو په موخه خلاصې کړې دي. دا لارې د افغانستان د انتخاباتو د بهیر د امنیت په موخه د اکتوبر پر ۲۰۹ تړل شوې وې.

په کابل کې د رایې ورکولو پروسه څه ډول روانه ده؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د خپلواک کمېسیون وایې،هغه مرکزونه چې تېره ورځ د یو لړ ستونزو له امله نه و پرانیستل شوي نن به د ورځې تر پایه د رایه اچوونکو پرمخ پرانیستې وي د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي په دې اړه ویډیویي راپور چمتو کړی دی

ټاکنو کمېسيون: د انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، په ځينو ولايتونو کې د پرونيو انتخاباتو پر مهال زورواکو پر ټاکنو د نفوذ هڅه کړې ده. د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې په يوه کنفرانس کې وويل، دغه موارد څېړل کېږي: "په اکثرو سيمو کې زورمندانو د پوليسو د درېشۍ احترام هم نه‎دى کړى، غوښتل يې په زوره مرکزونو ته ننوځي او په زوره يې هڅه کړې له بايومټريک وسيلې څخه چې شفافيت منځ ته راوړي استفاده ونه‎شي. دا ټول به په دقيقه توګه څېړل کېږي او هغه صندوق به باطل اعلانېږي." ښاغلي صياد د ولسي جرګې په انتخاباتو... Читать дальше...

عراق کې د کُردستان ډيموراټيک ګوند انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي

Pa.azadiradio.com 

د عراق د کُرد مېشتې سيمې واکمن ګوند د کُردستان ډيموراتيک ګوند په تېرو انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي دي. د سيمې انتخاباتي کمېسيون وايي د سېپټمبر مياشتې په انتخاباتو کې د مسعود بارزاني ګوند ٤٥ څوکۍ او د کُردستان هېوادپال ګوند ٢١ څوکۍ ګټلي دي. دغه انتخابات چې د سېپټمبر مياشتې پر ٣٠مه شوي وو، نتايج يې تېره شنبه وروسته له هغې اعلان شول چې د انتخاباتو کمېسيون د زرو انتخاباتي سرغړونو په اړه د شکايتونو څېړل بشپړ کړل. د کُردانو تر ټولو لوى مخالف ګوند د بدلون غورځنګ په دغو انتخاباتو کې ١٢ څوکۍ ګټلې دي. Читать дальше...

د ښځو چارو وزيره: د ولسي جرګې انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ښځو چارو وزيره وايي، د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ښځو ونډه پراخه وه. دلبر نظري نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وويل: "واقعاً له پرون راهيسې مې چې خپله نظارت کړى او ځينې انتخاباتي ساحې مې کتلي، په ټاکنو کې د ښځو ګډون پراخ وو. په بېلابېلو ولايتونو کې ښځې له لوړو امنيتي ګواښونو او ستونزو سره- سره د رأيو د صندوقونو پر لوري لاړې." د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ټاکنو پر شرايطو برابرو نېږدې ۹ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي چې ٣ میليونه، ١٨ زره او څلور اتيا تنه يې ښځې دي.


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса