Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس اندونیزیا ته ولاړ

0
د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس نن چهارشنبه د دوه ورځني سفر لپاره اندونیزیا ته ولاړ. 


ټاکل شوې عبدالله عبدالله د اندونیزیا له ولسمشر یوکو ویدودو او د مرستیال ولسمشر یوسف کالا د اندونیزیا د عالمانو شورا او د هغه هېواد د انتخاباتو د کمېسیون له چارواکو سره وګوري.


د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د دغه سفر د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل:


"په دې لیدنه کې به اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړونونو او توافقاتو د تطبیق، د اړیکو پیاوړي کېدو، سوداګریزو راکړو ورکړو، د افغانستان د سولې بهیر او د تروریستي ډلو پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي بحث وکړي."


ښاغلي عبدالله د اندویزیا د مرستیال ولسمشر په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی دی.


ټاکل شوې نوموړی په جاکارتا کې د اندونیزیا د بهرني سیاست د مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د سولې او په دغه هېواد کې د موجودو ستونزو په اړه وینا وکړي.


د روان لمریز کال په غویي میاشت کې اندونیزیا د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د غونډې کوربه وو چې په هغه غونډه کې د افغانستان پر سولې تینګار وشو او له طالبانو وغوښتل شول چې سولې ته غاړه کېږدي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса