Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د کندهار چارواکو په هوايي حمله کې د ملکیانو وژل کېدل رد کړل

0
د کندهار د پولیسو چارواکي، په معروف ولسوالۍ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکي وګړو د وژل کېدو ادعا ردوي.


د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني آزادي راډیو ته وویل چې نړیوالو ځواکونو د معروف ولسوالۍ په خوګیاڼیو سیمه کې د وسله والو طالبانو دوه موټر په نښه کړل چې په نتیجه کې یې لس وسله وال طالبان ووژل شول.


ښاغلی درانی وايي له دې حملې وروسته طالبانو د ملکي وګړو له کورونو څخه پر پولیسو حمله وکړه او د طالبانو د ډزو په نتیجه کې ۳ ښځې او یو ماشوم مړه او ۷ ښځې او یو ماشوم ټپیان شول.


په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې د خپل هویت نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته وویل چې دا ملکي وګړي پرون د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.


د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса