Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ولسمشر غني به نن د شمال زون له امنیتي چارواکو سره غونډې وکړي

0
د افغانستان ولسمشر، محمداشرف غني به نن ، شنبه، د بلخ ولایت له ټولو ولسوالانو او د شمال زون له امنیتي چارواکو سره جلا – جلا غونډې وکړي.


 


ولسمشر اشرف غني پرون بلخ ته ولاړ.


د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد پرون ازادي راډیوته وویل چې جمهور رئيس به نن همدا راز په یوه لویه ولسي غونډه کې چې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ور بلل شوي، وینا وکړي :


 "  ولسمشر به په دې غونډه کې پر امنیتي، اقتصادي او سیاسي وضعیت ، پر فرهنګي مسایلو او همدا راز دبیا رغونې اوپراختیايي پروژو په اړه له خلکو سره خبرې وکړي" .


د افغانستان ولسمشر دجمعې په ورځ په مزارشریف کې یو روغتون پرانیست .


ولسمشر او د هغه مېرمنې پرون په بلخ کې د ښځو له یوشمېر استازو سره د هغوي پر سیاسي او ټولنیزو ستونزو خبرې وکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса