Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په کندهار کې ۳ ښځې او یو ماشوم په هوايي حمله کې وژل شوي دي

0
په کندهار کې چارواکو تائید کړه چې په معروف ولسوالۍ کې ۳ ښځې او یو ماشوم د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي حمله کې وژل شوي دي.


 


د کندهار د والي ویاند، عزیز احمد عزیزي پرون ، جمعه ،اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې دا پېښه په معروف ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواکونو د تېروتنې له امله شوې ده. 


د عزیزي په وینا، د تېرې پنجشنبې په شپه ، په دې حمله کې ۷ ښځې او یو کوچنی زخمیان شوي هم دي.


هغه ادعا کړې چې په معروف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر څو کلیو حمله کړې وه او د خلکو په کورونوکې پټ شوي و.


د عزیزي په وینا ، د افغانستان د هوايي ځواکونو د حملې هدف وسله وال طالبان و.


د کندهار د والي ویاند ویلي چې په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې یو پولیس وژل شوی او ۳ پولیس زخمیان شوي و.


وسله والوطالبانو په دې اړه خبرې نه دې کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса