Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د کډوالو په اړه یو لیک استولی

0
د اروپا شورا د کرویشیا پر حکومت ږغ کړی چې له ورغلو کډوالو سره د خپلو پولیسو د"ناوړه چلند " د ادعاوې وڅېړي.


 


اروپایي شورا د کرویشیا حکومت ته د سپټمپر په میاشت کې د خپلو اندېښنو یو لیک استولی و چې پرون، جمعه د اکټوبر۵مه ، په رسنیو کې خپور شو.


په لیک کې دکرویشیا له حکومته غوښتنه شوې چې له ورغلو کډوالو سره د "تشدد" او په "ډله ائیزډول " د هغوي د "شړلو " په اړه ټول ثبت شوي اسناد وڅېړي او سپیناوی یې وکړي.


لیک د اروپايي شورا د بشري حقونو کمشنرې ، دونیا میاتوویچ لاسلیک کړی او د کرویشیا د صدراعظم، اندرې پلنکویچ په ادرس استول شوی دی.


په لیک کې، د اروپايي کمېسون دبشري حقونو کمشنرې د کرویشیا صدراعظم ته لیکلي:


"زه د کډوالو اومهاجرینود چارو له ځانګړو ادارو را رسېدلو رپوټونو اندېښمنه کړې یم . په دې رپوټونوکې منظم او تائید شوی معلومات را رسېدلي چې زیات شمېر کسان په ډله ائیز ډول له کرویشیا څخه صربستان او بوسنیا هرزګوینیا ته شړل شوي دي. "


دونیا میاتوویچ په ځانګړي ډول د کډوالوله ماشومانو او حامله ښځو سره د کرویشیا د پولیسو د سیسټماتیک ناوړه چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


خود کرویشیا حکومت ویلي چې دا رپوټونه حقیقت نه لري .


د کرویشیا حکومت هڅه کوي چې په اروپا کې د سفر د ازادۍ سیسټم "شېنګن زون" ته ور شامل شي . 


د کرویشیا د کورنیوچارو وزیر ویلي چې له دې امله، مسئولیت لري چې خپلې پولې خوندي وساتي اوپر خپل سرحد د غیرقانوني کډوالو د تېرېدو مخنیوی وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса