Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د کریکټ د غوره لیګ په سیالیوکې نن د کندهار او د ننګرهار لوبډلي مسابقه کوي

0
 


ټاکل شوې چې نن ، شنبه د اکټوبر ۶مه ، د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ یا پرېمیرلیګ په سیالیوکې د کندهار اتلان او د ننګرهار پړانګان لوبډلې سره مخامخ شي.


 


دا مسابقه په شارجه کې ده.


د افغانستان د پرېمیرلیګ دریمه مسابقه به هم چې د کابل ځوانانو او بلخ قهرمانانو ترمنځ ده ، نن په شارجه کې وي.


د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ په سیالیو کې پینځه لوبډلې ګډون لري چې د کابل ځوانان، د بلخ قهرمانان، دننګرهار پړانګان ، دپکتیا زمریان او د کندهار اتلان دي. 


د کابل ځوانان لوبډلې کپټاني راشد خان ، د بلخ د قهرمانانو محمد نبي، د کندهار د اتلانو اصغر افغان، د ننګرهار د پړانګانو اسټرالیایی ال رونډر بین کټینګ او د پکتیا زمریانو کپټاني محمد شهزاد کوي.


د افغانستان د کریکټ د غوره لیګ سیالۍ درې اونۍ دوام کوي.


د دې لړۍ په لومړۍ سیالي کې چې پرون په شارجه کې د کابل ځوانانو لوبډلې په دریو وېکټونو د پکتیا زمریانو لوبډلې ته ماته ورکړه.


د کابل ځوانانو کرکټر، لوري ایوانس د پرونۍ سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса