Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د عفوې نړیوال سازمان: په انګوشیتیا کې سوله ائیزې غونډې جوړول د خلکو حق دی

0
د عفوې نړیوال سازمان د روسیې د شمالي قفقاز په انګوشیتیا سیمه کې چې زرګونه کسانو مظاهرې پېل کړې، له اعتراض کونکو سره د پولیسو د سخت چلند د امکان په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


 


د انګوشیتیا په مرکز ، مګاس کې پرون، جمعه داکټوبر ۵مه، څو زره کسانو له چیچنیاسره د ګډې پولې په اړه د خپل سیمېز پارلمان د پرېکړې پر ضد مظاهره وکړه.


په مګاس کې تر دې یوه ورځ مخکې هم زرګونه اعتراض کونکي د سیمېز پارلمان د ودانۍ مخې ته چې وکیلانو له چېچنیا سره د پولې د وېش پر پلان رایګیري کوله، را غونډ شوي و او د هغوي له پرېکړې سره یې مخالفت څرګند کړ.


د رپوټونو پر اساس، زرګونه پولیس د انګوشیتیا په مرکز کې د اعتراض ځاي ته استول شوي دي.


دعفوې نړیوال سازمان پرون، جمعه ، په یوه بیان کې ویلي چې سوله ائیزې غونډې جوړول او لاریونونه د خلکو حق دی .


دبشري حقونو دې مدافع سازمان، په انګوشیتیا کې پر چارواکو ږغ کړی چې د اعتراض کونکو پر ضد دي له زوره کار نه اخلي.


د چېچنیا مشر، رمضان قدیروف مخکې په انګوشیتیا کې اعتراض کونکو ته ګواښ کړی و او خبرداری یې ورکړی و چې "حساب" به ورسره وشي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса