Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د ننګرهار پولیسو تر پنځوسو کېلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي

0
د ننګرهار پولیسو تر پنځوسو کېلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نيولي چې په سلګونو نشه يي ګولۍ هم پکې شاملې دي.


د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر رسنیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو يو تن هغه مهال ونیو چې غوښتل یې ۲۸ کېلو ګرامه چرس په سرخ رود ولسوالۍ کې د یوه موټر په واسطه قاچاق کړي.


په دوهمه پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې ۲۴ کېلو ګرامه هیرويين له بهسودو ولسوالۍ څخه جلال آباد ته قاچاق کړي، د جلال اباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې پولیسو  د تلاشۍ پر مهال نیولي دي.


د یادونې وړ ده چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سرخ رود په دوه لارې کې ۵۲۰۰ ټابلېټ K ګولۍ نیولې، خو په دې تور يې لا تر اوسه پورې څوک نه دي نيولي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса