Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

په ننګرهار کې د مرواريد کانال د جوړونې تړون لاسليک شو

0
په ننګرهار ولايت کې د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د مرواريد  کانال د دوهمې برخې د جوړونې تړون لاسليک شو.


د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي:


"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."


د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.


په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى، لومړۍ برخه يې په ٢٠٠٣میلادي کال کې پرانېستل شوې وه. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса