Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د سعودي د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوي

0
د سعودي عربستان د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.


دى تېره سې شنبه په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو.


په ترکيه کې ځينو سرچينو پرون ويلي، فکر کوي جمال خاشُقجي چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په کنسولګرۍ کې وژل شوى وي.


يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخېستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له خوا وژل شوى چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې و.


خو په استانبول کې د سعودي عربستان د کنسولګرۍ يوه چارواکي دغه تورونه بې اساسه وبلله او ويې ويل، د خاشقجي د ورک کېدو د څېړنې لپاره د سعودي يو امنيتي هيئت استانبول ته ورغلى دى.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса