Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

چارواکي: په کندهار او ارزګان کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي

0
چارواکي وايي چې په کندهار او ارزګان کې یې په بېلابېلو عملیاتو کې وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.


په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی وایي، دا عمليات د کندهار په خاکرېز او د ارزګان په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځمکنیو او هوايي ځواکونو له لوري ترسره شوي چې په‌کې ۱۱ وسله‌وال وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.


عيسی وویل چې په دې ۲۴ ساعته عملياتو کې د وسله‌والو يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.


نوموړي په ترسره کړو عملياتو کې د امنیتي ځواکونو د زيان په اړه څه ونه‌ویل.


طالب وسله‌والو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса