Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د غزني چارواکي وايي پر ده‌یک ولسوالۍ یې د طالبانو حمله ناکامه کړې

0
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوځي مرکز د وسله‌والو طالبانو حمله ناکامه شوې ده.


نوري نن سې شنبه د اکټوبر ۹مه، د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو نن سهار په ده‌یک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر مرکز حمله وکړه، خو بېرته وتښتېدل.


خو د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په ده‌یک کې یې د ملي اردو مرکز نیولی او د ملي اردو ۳۰ عسکر يې وژلي دي.


دا ادعا حکومت نه‌ده تأیید کړې.


د غزني د والي ویاند ویلي چې په ده‌یک ولسوالۍ کې په نننۍ حمله کې د ملي اردو یو عسکر وژل شوی او ۳ تنه زخمیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса