Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

نن د سپین غر بازان لوبډله له اباسین څپې سره د فوټبال سیالي کوي

0
د افغانستان د فوټبال غوره لیک سیالیو په لړ کې نن د سپین غر بازان او د اباسین څپې لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي.


دا د روانو سیالیو درېیمه لوبه ده چې د کابل پر وخت نن سې شنبه ماښام پنځه بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.


د تېرې شپې په لوبه کې بیا د میوند اتلانو د هندوکش عقابانو لوبډلې ته ماته ورکړه.


یادې سیالۍ چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوې، اته لوبډلې په‌کې برخه لري چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.


په الف ګروپ کې شاهین اسمايي، د سپین‌غر بازان، د اباسین څپې او موج‌های امو او په ب ګروپ کې د هندوکش عقابان، د میوند اتلان، طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلې ځای لري.


دا سیالۍ هر کال د یو ملت یو شعار تر عنوان لاندې په کابل کې ترسره کېږي چې سږ کال‌يې اووم پړاو دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса