Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د جوزجان پر قوش تپې د طالبانو په حمله کې ۱۳ سرتېري وژل شوي

0
د جوزجان د پولیسو مشر، فقیر محمد جوزجاني وايي چې پر قوش تپه ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په حمله کې د امنیتي ځواکونو ۱۳ غړي وژل شوي او ۱۰ زخمیان شوي دي.


جوزجاني نن سې شنبه د اکټوبر ۹مه، اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل چې وسله‌والو طالبانو د دوشنبې په شپه د قوش تپه ولسوالۍ د نیولو لپاره حمله کړې وه، خو پلان‌یې ناکام شوی دی.


د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حملې مسئولیت اخیستی او اسوشیټېډ پرس ته‌یې ویلي چې مقابل لوري ته‌یې زیات تاوان رسولی دی.


خو د جوزجان امنیه قوماندان دا ادعا نه‌ده تأیید کړې او د ازادي راډیو خبریال ته‌یې ویلي چې د قوش تپې پر ولسوالۍ په حمله کې ۳۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱۹ زخمیان شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса