Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

ترکيې د سعودي د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل

0
د ترکیې صباح دولتي ورځپاڼې نن د سعودي عربستان د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل چې ویل کېږي د سعودي د نامتو خبریال جمال خاشقچي په لادرکه کېدو کې لاس لري.


خاشقچي وروستی ځل تېره اوونۍ هغه مهال لادرکه شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت، څو د خپل واده په تړاو اسناد ترلاسه کړي.


د نوموړي مېرمن وایي، هغه هېڅکله له کنسولګرۍ راونه‎وت.


ترکي چارواکي ادعا کوي چې خاشقچي د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی.


د ترکیې امنیتي سرچینې تردې وړاندې خبر ورکړی وو چې د سعودي عربستان ۱۵ کسیزه ډله چې استخباراتي کارکوونکي هم په‎کې ول، د اکتوبر پر دوهمه په استانبول کې د سعودي کنسولګرۍ ته ولاړل او دا هماغه ورځ وه چې خاشقچي هم په کنسولګرۍ کې وو. تردې وروسته دغه کسان له کنسولګرۍ راووتل.


د ترکیې صباح ورځپاڼه وایي، دوی د استانبول هوایي ډګر ته د دغو کسانو د رسېدو او بیا په همدې ورځ په بېلابېلو الوتنو کې د هغوی د بېرته وتلو انځورونه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса