Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د هندوستان په اترا پرادېش کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي

0
د هندوستان په شمالي ایالت اترا پرادېش کې د اورګاډي د اوښتو له کبله ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.


د هندوستان پولیسو ویلي چې دا پیښه نن سهار شوې ده.


د هند د پولیسو افسر انند کمار په خبره د نیوفارکا اکسپرس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سیمې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره منحرف شول.


دغه اورګاډی د دغه ایالت مرکز لکنهو ته روان وو.


د دې انحراف دلیل تر اوسه معلوم نه‎دی، خو په هندوستان کې ورته پېښې ډېرې دي.


د دغه هېواد د دولتي ادارو په خبره د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تر اوسه ۲۵ زره کسان د اورګاډي د پټلۍ په پېښو کې وژل شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса