Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د بوسنیا د جګړې قوماندان عاطف دوداکویڅ او ملګري یې تورن شول

0
د بوسنیا د جګړې د وخت مسلمان قوماندان عاطف دوداکویڅ او د ده د ډلې ۱۶ نور ملګري د پنجشنبې په ورځ تورن شول چې د ۱۹۹۲ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۵ کال پورې د جګړې پرمهال یې د بوسنیا په لویدیځ کې د صربانو په وړاندې جنایات ترسره کړي دي.


د بوسنیا څارنوالۍ ویلي چې عاطف دوداکویڅ همدارنګه د جګړې پرمهال د هغو مسلمانانو په وړاندې هم په جنګي جنایاتو تورن دی چې دده د رقیبو ډلو ملاتړ یې کاوه.


عاطف دوداکویڅ دا تورونه رد کړي او د سیاسي انګطزو لرونکي یې بللي دي.


دوداکویڅ د بوسنیا په اکثریت مسلمان پوځ کې جنرال او د پنځمې فرقې قوماندان و. دا فرقه د بیحاک سیمه کې وه چې د ۱۹۹۱ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۵ میلادي کال پورې د بوسنیايي صرب ځواکونو په محاصره کې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса