Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

هاشمي: نن به پنجشیر، پروان او کاپیسا ته انتخاباتي مواد ورسېږي

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د نن ورځې ترپایه به پنجشیر، پروان او کاپیسا ته حساس او غیرحساس انتخاباتي مواد ورسوي.


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن سهار د ازادي راډیو ته وویل چې ولسوالیو ته د حساسو او غیر حساسو انتخاباتي موادو د لېږلو بهیر د میزان په ۱۷مه پېل شوی او تر ۲۵مې بشپړ شي.


د ولسي جرګې انتخابات د میزان په ۲۸مه، له غزني پرته په نورو ټولو ولایتونو کې کېږي.


د کمېسیون په وینا، د ټاکنو په ورځ به په ۲۱۰۰۰ انتخاباتي حوزو کې لږترلږه ۵۱۰۰ مرکزه د رأی ورکولو لپاره پرانېستل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса