Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

روسیه کې۲۰ بندیانو اعتراض کړی او خپل مړوندونه يې پرې کړي

0
د روسیې په سن پترزبورګ ښار کې د مدني حقونو کمېټه وايي، د روسیې په ولادیمیر مرکزي زندان کې ۲۰ بندیانو اعتراض کړی او خپل مړوندونه يې پرې کړي دي.


د بشري حقونو د دې مدافع ډلې مشر، بوریس پانتېلیف نن جمعه د اکټوبر ۱۲مه، پر فېسبوک لیکلي چې اعتراض کوونکي نه غواړي چې د مسکو په ۲۰۰ کیلومترۍ کې یوه بل توقیف ځای ته چې د هغوی په باور، د شکنجې مرکز دی، ولېږدول شي. 


بوریس پانتېلیف لیکلي:


"د ډېرو رپوټونو او د زندانیانو د کورنیو په وینا، درېیم نمبر کالوني داسې بندیخانه ده چې هلته زندانیان وهل کېږي، وژل کېږي او حتی جنسي تجاوزونه ورباندې کېږي او زندانیان له دې پرته چې خپل مړوندونه پرې کړي، د اعتراض څرګندولو بله هېڅ لار نه لري." 


خو د زندان مسوولانو دا ادعاوې رد کړي دي.


په سن پترزبورګ کې د مدني حقونو کمېټې ویلي چې د روسیې حکومت ته به د زندانیانو د اعتراض په اړه یو رسمي لیک ور واستوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса