Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير استعفى وکړه

0
د قرغزستان د بهرنيو چارو وزير چې له اوږدې مودې يې پر دې څوکۍ کار کاوه- استعفى وکړه.


 


دا استعفى په داسې حال کې کېږي، چې د جنوبي کوريا لپاره د دغه هېواد د سفير د ليرې کېدو پر سر کړکېچ ولاړ شوى و.


د جنوبي کوريا لپاره د دغه هېواد سفير کولوچ ليک سلطان چې د اداري فساد د ادعاوو له کبله له کاره ليرې کړاى شوى، وايي هڅه کوي په کوم بل هېواد کې پناه واخلي.


د قرغزستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ايرلان عبدالله يف پر دغه مقام تر شپږکلن کار وروسته استعفى ورکړې او ولسمشر سورنباى جين بيکوف يې استعفى منلې ده.


د بشري حقونو د څار ادارې د قرغزستان د بهرنيو چارو د وزير د استعفى هرکلى کړى او ويلي يې دي، چې د ده شپږکلنه دوره له بشري حقونو له سرغړونو سره مله وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса