Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو مشورتي غونډه جوړیږي

0
د افغانستان د سولې په اړه د مسکو مشورتي غونډه ښايي د اکتوبر مياشتې تر پايه جوړه شي.


 


د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف پرون جمعه د تاس خبري اژانس د خبريال د پوښتنې په ځواب کې وويل:


”ممکن دا غونډه د روانې ميلادي مياشتې تر پايه وشي.“


په پام کې وه د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون دغه مشورتي غونډه د سپټمبر پر څلورمه جوړه شي، خو افغان حکومت او د امريکا متحدو ايالتونو په کې له ګډون څخه ډډه وکړه.


د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اګست مياشتې پر ٢٧مه، له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټليفوني خبرې وکړې او د دې غونډې پر ځنډولو يې موافقه وکړه.


د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين ايګور مورګولوف وروسته وويل، دغه مشورتي غونډه ښايي د ٢٠١٨م کال تر پايه جوړه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса