Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د تاجکستان صدراعظم: د منځنۍ اسيا امن د افغانستان له وضعيت سره تړلى دى

0
د تاجکستان صدراعظم قاهر رسول زاده وايي، د منځنۍ اسيا امن او ثبات د افغانستان له وضعيت سره تړلى دى.


 


رسول زاده پرون جمعه په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهاى د همکارۍ سازمان غونډې ته دا خبره وکړه.


هغه وويل هېواد يې تل ټينګار کړى، چې په سيمه کې د امن او ثبات ټينګښت د افغانستان د سولې پروسې په عملي کېدو پورې تړلى دى.


د انټرفاکس خبري اژانس په حواله، د تاجکستان صدراعظم ويلي:


”له بده مرغه په افغانستان کې روان وضعيت لا هم کړکېچن او پېچلى دى او د دې لانجې د حل لپاره نړيوالو هڅو هم د پام وړ نتيجه نه ده ورکړې.“


د شانهګاى د همکارۍ په سازمان کې هندوستان، چين، قزاقستان، روسيه، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان دايمي غړي دي.


افغانستان، ايران، منګوليا او بېلاروس په دغه سازمان کې د څارونکو حيثيت لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса