Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

حاجی اغا: په ګمرکونو کې درېدلو سوداګریزو توکو سوداګر زیانمن کړي

0
د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر وايي، د افغانستان په یو شمېر ګمرکونو کې د تعارفې د لوړېدو له امله له تېرو شلو ورځو راهیسې د سوداګرو مالونه ولاړ دي.


رحم الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه چاره سوداګرو ته ميلیاردونه افغانۍ زیان رسوي.


نوموړي وویل، دوی له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي، خو تراوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې.


د متشبثینو په وینا، که چېرې دغه ستونزه هواره نه شي، په ښار کې به د بېلابېلو توکو قیمتونه هم لوړ شي چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري.


خو د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د قانوني تعارفې د تطبیق په خاطر له سوداګرۍ او صنایعو خونې سره په موافقې دا کار ترسره کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса